1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په سعودي عربستان کې د ښځو لپاره تازه قوانین تصویب شول

156518685
03 Aug 2019

سعودي عربستان نوي قوانین تصویب کړل چې له محرمه پرته د ښځو د سفر یا تګ راتګ په شمول مېرمنو ته نورې ازادۍ تضمینوي.

دا اصلاحات د سعودي عربستان په رسمي جریده کې نن جمعه خپاره شوي.

د دغو اصلاحاتو پر اساس، بې محرمه له کوره د ښځو د وتلو لانجمنه پالېسي پای ته رسېږي.

دا نوي قوانین همداراز ښځو ته د واده، طلاق، د ماشوم د زوکړې د ثبت حق ورکوي.

ډېرو ښځو د دغو بدلونونو هرکلی کړی خو ځینې پرې انتقاد لري.

مخکې له دې په سعودي عربستان کې ښځو د دې لپاره چې پاسپوړت تر لاسه کړي او یا هم چیرته سفر وکړي،باید د کورنۍ یو نارینه یې له ځانه سره درلودی.

د دې قوانینو پر بنسټ،اوس چې هره انجلې یا ښځه ۲۱ کاله یا له هغې زیات عمر ولري اجازه لري د کوم مخکینی تاییدۍ پرته له هیواد څخه بهر سفر وکړي.

په دې قوانینو کې بدلون چې په سعودي عربستان کې د ښځو د حقونو فعالانو لپاره ستره لاسته راوړنه بلل کیږي، د دې هیواد په ټولنیزو شبکو کې یې بیلابیل غبرګونونه راپارولي دي.

په داسی حال کې چې یوشمیر کسانو تری هرکلی کړی دی،خو یوشمیر نور بیا د یو شمیر سعودي ملایانو د ویډیو په خپرولو سره په یوازیتوب سره د ښځو له سفر سره مخالفت ښودلی دی، د نویو قوانینو له تصویب سره یې اعتراض کړی دی.

 

آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحیمي