بشار اسد وایې امریکا به نور په سوریه کې ځای ونه لري.
د سوریې ولسمشر بشار اسد ټينګار وکړ:د دې هیواد لومړنی لومړیتوب په سوریه کې د امریکا نا قانونه له حضور سره چلند دی،د ترهګرو پروړاندې دریدل دی.
د سوریې ولسمشر له فینیکس چیني شبکې سره په مرکه کې ویلي دي چې دمشق د ترهګرو په لمنځه وړو سره په دې هیواد کې د واشنګټن د حضور پلمې له منځه وړي.
په دې مرکه کې بشار اسد همدا شان اعلان وکړ چې نن د سوریې د نفتو غلا او پر ترکیې د دې نفتو پلورل د سوریې د نفتو د غلا په بهیر کې له ترهګریزو ډلو سره همکاري کوي.
هغه د چین د کمربند او لارې طرحې ته ګوتڅنډنه وکړه او زیاته یې کړه،اوس مهال په سوریه کې د بیا رغونې بهیر پیل شوی او اړتیا ده ترڅو کورنۍ او بهرنۍ پانګه اچونې په پراخه کچه دوام ومومي.