د سومالیا په پلازمینه موګادیشو کې موټربم چاودنې په پایله کې په لس هاوو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.
د موگادیشو ښاروال د دې مرګوني پیښې پخلی کوي او وایې چې د دې چاودنې په پایله کې چې په یوې ګڼه ګوڼه سیمه کې رامنځته شوې نږدی ۱۰۰ کسانو چې ډيری یې زدکړیالان دي خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د موګادیشو ښاروال عمر محمود ویلي دي چې ۱۷ پولیس او ۷۳ ولسي کسان او څلور بهرني وګړي په دې پیښه کې وژل شوي دي.
تر اوسه د دې پیښې پړه کومې ډلې پر غاړه نه ده اخستې خو پخوا تر ډیره د داشان بریدونو پړه د الشباب ډلې پر غاړه اخستې ده.
آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحیمي