شمالي کوریا په دې هیواد کې د کرونا ویروس د لومړنۍ پيښې د ثبت په لړ کې، په ټول هیواد کې بیړنی حالت اعلان کړ.
پیونګ یانګ ویلي چې شکمن کس په ناقانونه توګه تیره اوونۍ د سویلي کوریا د پولو له لارې د کائه سونګ ښار ته راغلی، چې له دې په دې هیواد کې په کوویډ-۱۹ ناروغۍ یوه شکمنه پيښه ثبت شوې.
ویل شوي چې دا کس اوس مهال په قرنطین او تر څار لاندی دی.
د شمالي کوریا مشر په بیړنۍ ناسته کې د دې چارې څیړلو سره، په دې هیواد کې د پراخو تابیاو او بیړني حالت د اعلان غوښتنه وکړه.
کیم جونګ اون امر کړی چې د کائه سونګ ښار ټول تلونکې او راتلونکې لارې وتړل شي او ټول هغه کسان چې په تیرو ورځو کې دې ښار ته تللي دي، قرنطین شي.