د عراق ولسمشر برهم صالح، د سیاسي کړکیچ د ماتولو لپاره، محمد توفیق علوي د نوي لومړي وزیر په توګه وټاکه.
د عراق د دولتي ټلویزیون د ګزارش پر بنسټ، محمد توفیق علوي به په دې هیواد کې د ټاکنو د ترسره کیدو تر مهاله د لومړي وزیر په توګه دنده ولري.
ویل کیږي چې ښاغلی علوي به یوه میاشت مهال ولري چې د عراق نوی حکومت جوړ کړي.
د عراق دولتي ټلویزیون د محمد توفیق علوي په حواله ویلي که سیاسي ډلې په حکومت کې د خپلو کسانو د ګومارل کیدو لپاره فشار ور وړي، له خپلې دندې به لاس په سر شي.
د عراق دولت په دې هیواد کې د کړکیچ او سیاسي ستونزو د هواري لپاره، له مهاله وړاندې د ټاکنو د ترسره کیدو طرحه جوړه کړې ده.
آرزو نیوز