د سعودي عربستان د سلطنتي محکمې ساتونکو، دا دری شهزادګان د خیانت په تور نیولي دي.
د نړیوالو رسنیو په حواله، د عربستان دولت د جمعې ورځې په سهار (د مارچ شپږمه)، د سعودي درې مخکښ شهزادګان چې یو یې د اوسني پادشاه ملک سلمان ورور دی، نیول شوی دی.
ویل شوي چې دا خلک د دولتي دندو پر مهال د واک ناسمې ګټنې، فساد او خیانت په تور نیول شوي او شونې ده له درندو بند له سزا او یا هم په اعدام محکوم شي.
واک ته د سعودي عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان د رسیدو راپدیخوا، په عربستان کې د هغه د واکمنۍ او نفوذ د پراختیا په موخه د نیولو څپې پیل شوې دي.
د ۲۰۱۷ زیږدیځ کال په نوامبر میاشت کې هم، د عربستان یو شمیر سوداګر او مخکښ شهزادګان د محمد بن سلمان په سپارښتنه د فساد په تور نیول شوي وو او د څو ملیارده ډالري جریمې ورکولو وروسته، بیا خوشې شول.