1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په فرانسه کې د ټولو بندیزونو لیرې کیدل او د اروپا د پولو خلاصیدل

157033936
15 Jun 2020

د فرانسې ولسمشر د کرونا ویروس پر وړاندې لومړنۍ بریا اعلان کړه.

 

امانویل ماکرون په خپل ویډیویي پیغام کې اعلان وکړ چې نن (دوه نۍ، جون۱۵)، ټوله فرانسه د مایون او ګویانا ټاپوګانو پرته چې لا هم د کرونا ویروس په کې شتون لري، په شنې سیمې اوښتې او د جولای له دویمې ټول رستورانتونه به په بشپړه توګه خلاص شي.

له بلې خوا اروپايي ټولنې هم غړو هیوادونو ته سپارښتنه کړې چې نن د جون ۱۵، د درییو میاشتو قرنطین ورووسته د نورو اروپایي هیوادونو پر وړاندې خپلې پولې پرانیزي.

اروپا هیله منه ده چې د پولو خلاصیدو سره به د هیوادونو اقتصادي حالت چې د کرونا له کبله سخت زیانمن شوی، ښه شي.

خو په چین کې د کرونا ویروس بیا خپریدو سره سم هم مهاله، په پلازمینې بیجنګ کې د کرونا ویروس لس نوې پيښې ثبت شوي.

په نړۍ کې په کرونا ویروس د اخته کسانو ټولیز شمیر له اتو میلیونو اوښتی او تراوسه ۴۳۷ زرو تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.