په زرهاوو کسانو په ټوله فرانسه کې د یوه کال په تیریدو سره د حکومت ضد لاریون پر دوام ټینګار وکړ.
د راپورونو پر بنسټ په فرانسه کې د “زیړواسکټ لرونکو” تر نامه لاندې دا اعتراضونه یو کالن شول او نږدی ۲۸ زره کسانو په فرانسه کې د اقتصادي سمون لپاره حکومت ضد غورځنګ په لومړنۍ کلیزه کې لاس په تاوتریخوالی ډک لاریون ووهه.
د فرانسې د کورنیو چارو وزیر کریستوف کاستانیر وویل،کوڅه ډبي کسان د هغو تاوتریخوالو پړ دي چې د پیلنۍ په ورځ د زیړواسکتو د لاریون په ترڅ کې په لاره اچول شوی وو رامنځته شول.
د فرانسې د کورنیو چارو وزیر همدا شان ویلي دي چې امنیتي ځواکونو څه د پاسه ۲۶۰ کسان د دې هیواد له پلازمینې او نورو برخو نیولي دي.
لاریون کوونکو د پیلنۍ په ورځ(نومبر په ۶مه)موټرو ته اور ورته کړ او د پولیسو په لور یې هم ډبرې او بوتلونه ګوزار کړل.
د فرانسې پولیسو هم د لاریون کوونکو پر وړاندې له اوښکو بهیدونکو ګازو ګار اخستی دی.
آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحیمي