د قرغیزستان ښاریان نن په پارلمان کې د استازو د ټاکلو په موخه د رایو د صندوقونو په لور ولاړل.
د دې هیواد د ټاکنو کمیسیون اعلان وکړ چې په شرایطو برابر له ۴۵ سلنه ډير وګړي نن سحار په دې ټاکنو کې د ګډون لپاره رایې کارونې ته حاضر شوي دي.
د قرغیزستان پارلمان ۱۲۰ څوکۍ لري او نن یو زرو او ۹۱۲ تنو له بیلابیلو ګوندونو د دې څوکیو د ترلاسه کولو لپاره سره سیالۍ وکړې.
د قرغیزستان سوسیال دموکرات ګوند، تراوسه په دې ټاکنو کې مخکښ بللی شوی دی.
قرغیزستان د ۶ میلیونه جمعیت لرلو سره، په منځنۍ آسیا کې یو له آزادو هیوادونو شمیرل کیږي.