1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په لیبیا کې د تلپاتي اوربند د پریکړه لیک تصویب

Libya
13 Feb 2020

د ملګرو ملتونو سازمان د امنیت شورا، په لیبیا کې د بیړني او بې شرطه اوربند د پریکړه لیک مسوده، له ۱۴ رایو سره تصویب کړه.

د دې پریکړه لیک په متن کې د جګړې د ښکیلو خواوو لپاره د وسلو د ورکړې په پایته رسیدو، د د وسلو د بندیز د نړیوالو شرایطو په پام کې نیول، د ټولو بهرنیو سرتیرو بهر کیدل او د لیبیا په کړکیچ کې د هیوادونو د لاسوهنې پایته رسیدو ته ګوتڅنډنه شوې ده.

د دې پریکړه لیک متن چې د بریټانیا له لورې جوړ شوی، چې د څو اوونیو خبرو وروسته، د څلورنۍ په ورځ (سلواغې ۲۳/فبرورۍ ۱۲) د ملګرو ملتونو سازمان د امنیت شورا د ۱۴ غړو لخوا تایید شو، خو روسیې له دې متن سره خپل مخالفت وښود او ممتنع رایه یې ورکړه.

په امنیت شورا کې د روسیې استازې، واسیلي نبنزیا، د برلین د غونډې د جوړیدو لپاره د مسکو د هڅو یادونه وکړه او له اوربند سره یې د خپل هیواد د نه هوکړې اړوند وویل، چې په دې طرحه کې روښانه نده چې په لیبیا کې د جګړې خواوې به تر کوم مهاله د برلین د ناستې د پریکړو د اجرا لپاره چمتو شي.

تمه ده چې د لیبیا د کړکیچ د هواري لپاره د کمیټې ناسته، د فبرورۍ په ۱۶ د آلمان په مونیخ ښار کې جوړه شي.

آرزو نیوز