د روسیې او بلاروس ولسمشران به ډیر ژر په بیلابیلو مسایلو او اوسنیو سیاسي کړکیچونو د خبرو لپاره سره وویني.
کرملین ماڼۍ اعلان کړی چې ولادیمیر پوټین د بلاروس له ولسمشر الکساندر لوکاشنکو سره په ټلفوني خبرو کې هوکړه کړې چې د یوې اوونۍ په لړ کې به په مسکو کې به بیلابیلو مسایلو د خبرو لپاره لیدنه ولري.
د کرملین د اطلاعاتو پر بنسټ، د دواړو هیوادونو ولسمشرانو په شپږمه ټلفوني اړیکه کې، په بلاروس کې اوسنی بهیر ارزولی او په ټولو برخو کې یې د دوه اړخیزو اړیکو او همکاریو په پیاوړتیا ټينګار کړی.
په همدې حال کې د روسیې ولسمشر د فرانسې، آلمان له مشرانو او د اروپايي شورا له مشر سره د بلاروس د اوسني حالت اړوند خبرې کړې دي.