1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په نوي زیلانډ کې د ۵۱ مسلمانانو وژونکی په عمر بند محکوم شو

N83244709-72906400
27 Aug 2020

په نوي زیلانډ کې یوې محکمې، ۲۹کلن آسترالیایي بریدګر چې په لمونځ کوونکو په ترهګریز برید کې مجرم پيژندل شوی، پرته له بښنې په عمر بند محکوم کړ.

 

برنتون ترانت چې تیر کال (۲۰۱۹)، د نوي زیلانډ په کرایسټ چرچ ساحلي ښار کې په دوو جوماتونو کې په مسلمانانو ډزې وکړې، ۵۱ تنه یې وواژل او ۴۹ تنه نور یې ټپیان کړي وو.

د نوي زیلانډ د سترې محکمې قاضي ویلي چې د دې جرم کوونکي جرم دومره لوی دی چې حتې عمر بند ورته بسنه نه کوي.

په همدې حال کې د نوي زیلانډ څارنوالۍ اعلان کړي چې مجرم پرځان ټول تورونه منلي او ویلي چې غوښتل یې په جوماتونو بریدونو سره لا ډیر مسلمانان ووژني.