د سره صلیب نړیوالې کمیټې اعلان کړی چې اوس مهال په نړۍ کې ۱۴زره هسته یي بمونه شتون لري چې زرګونه هسته یي بمونه یې الوزول کیدو ته چمتو دي.
د سره صلیب نړیوالې کمیټې (ICRC)، په ۱۹۴۵ کال کې د هیروشیما او ناکازاکي اټمي بمباریو کې د امریکا د اقدام د ۷۵کلیزې په پار په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې دا بمونه هر یو د جاپان د هیروشیما او ناکازاکي اټمي بمونو په پرتله ډیر ځواکمن او خرابوونکي دي.
دې نړیوال بنسټ د هسته یي وسلو د ګټنې د ګواښ اړوند د هیښتیا ترڅنګ، ټینګار کړی چې ټول هیوادونه او دولتونه باید د هسته یي ممنوعیت تړون سره یوځای او هسته یي وسلو مهال ته د پای ټکی کیږدي.
دې نړیوالې کمیټې به داسې حال کې دا هیښتیا ورکوي چې د امریکا دولت په دې وروستیو کې له ډيریو مهم او تګلاریزو تړونونو لکه له روسیې سره د منځ واټن ویشتونکو هسته یي توغندیو د منع تړون څخه بهر شوی دی.