1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په نړۍ کې د کرونا ویروس تازه حال

156997639
27 Jul 2020

په نړۍ کې له کرونا ویروس څخه د رغیدونکو شمیر، له ۱۰ میلیونو اوښتی دی.

 

دا په داسې حال کې ده چې د ګزارشونو له مخې، په ټوله نړۍ کې له ۱۶ میلیونو او ۴۶۰ زرو ډیر خلک په کرونا ویروس اخته شوي چې له دې منځه ۶۵۳زره تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د روغتیا نړیوال سازمان د نړۍ په یو شمیر هیوادونو کې د کرونا ویروس د دویمې څپې د راتلو هیښتیا ورکړې او د اخته کسانو او قربانیانو د شمیر د ډیریدو د مخنیوي لپاره یې، په جدي مبارزې ټینګار کړی.

د یو شمیر اروپايي هیوادونو، امریکا، چین او هند چارواکو د دې ویروس د بیا خپریدو خبر ورکړی.

په همدې حال کې د هند د روغتیا وزارت اعلان کړی چې په تیرو ۲۴ ګړیو کې په کرونا ویروس د ۵۰زرو ډیرو اخته کسانو ثبتولو سره، په دې هیواد کې په کرونا د اخته کسانو شمیر، یو میلیون او ۴۴۰ زرو کسانو ته ورسید چې له دې منځه ۳۳ زرو تنه مړه شوي دي.