د رسمي شمیرنو پر بنسټ، تر دمګړۍ په نړۍ کې ۲۳ میلیونه او ۳۸۵ زره کسان په کرونا ویروس اخته شوي دي.
جان هاپکنیز پوهنتون راپور ورکړی دی چې په نړۍ کې په کرونا ویروس د اخته کسانو له منځه ۸۰۹ زره کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او همدا راز نږدې ۱۶ میلیونه هم روغ شوي دي.
په همدې حال کې د برازیل د روغتیا وزارت تیره ورځ (اګسټ ۲۲) په دې هیواد کې په کرونا ویروس د اخته کسانو له ډیریدو خبر ورکړی دی.
د راپورونو پر بنسټ، په برازیل کې تر اوسه څه باندې درې میلیونه او ۵۸۳ زره کسان په کووید۱۹ اخته شوي او ۱۱۴زره او ۲۵۰ تنو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
برازیل له آمریکا وروسته دویم هیواد دی چې په کرونا ویروس د اخته کسانو ډير شمیر لري.