1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په نړۍ کې د کرونا ویروس له کبله د وژل شویو شمیر ۳۴ زرو ته ورسید

157008797
30 Mar 2020

د نویو اطلاعاتو پر بنسټ، په نړۍ کې کرونا ویروس د ۳۴ زرو تنو د قربانیانو لامل شوی او په ټوله نړۍ کې څه د پاسه ۷۲۵ زره تنه اخته شوي دي.

په امریکا کې  نږدې ۱۴۳ زره تنه په کووید- ۱۹ اخته شوي دي چې د نوملړ په سر کې ځاې لري او وروسته له هغې ایتالیا کې۹۷۶۸۰ تنه اخته، اسپانیا کې ۸۰۱۱۰ تنه، المان ۶۲۴۳۵ تنه او فرانسه کې هم ۴۰۱۴۷ تنه په دې ویروس اخته شوي دي.

خو د مړینې له اړخه، ایتالیا  له ۱۰۷۷۹ تنو سره د نړیوال نوملړ په سر کې او وروسته له هغې بیا اسپانیا له ۶۸۰۳ تنو سره دویم ځاې لري.