1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په هند کې یوې ځواکمنې اورلګیدنې د لس هاوو کسانو ژوند واخست

156810320
08 Dec 2019

 

یو شمیر سرچینو ویلي دي،دا اورلګیدنه په یوې داسې سېمه کې رامنځته شوې چې په کې لویو او کوچنیو کارخونو شتون درلود.

د دې هیواد امنیتي چارواکو اعلان کړی دی چې دا ورلګیدنه دد نوي ډهلي “آناج ماندی” سیمې په یوه کور کې رامنځته شوې چې په کې لږ تر لږه ۴۳ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او له ۶۰ زیات هم ټپیان شوي دي.

دا اورلګیدنه نن یوه نۍ(ډیسمبر ۸مه) هغه مهال په دې څو پوړیزې ودانې کې رامنځته شوه چې په سل هاوو کارګران په دې کارخونه کې ویده وول.

د دې هیواد پازوال ویلي دي چې سیمې ته د اور وژنې ډله رسیدلې او د یوې سترې اورلګیدنې مخنیوی کړی دی.

د هند لومړي وزیر نارندرا مودی او د دې هیواد د کورنیو چارو وزیر آمیت شاه په دې پیښه کې د لس هاوو کسانو وژنې اړوند خواشیني ښودلې ده.

تر اوسه د دې اورلګیدنې لامل نه دی روښانه شوی او پلټنې روانې دي.خو یوشمیر سرچینو د کارګرانو له لوري امنیتي سکالو په پام کې نه نیولو له کبله رامنځته شوې.

 

آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحیمي