1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په پاکستان کې“له افغان کډوالو کوربه توب”په نوم نړیواله ناسته

5e48b4d2d510c
16 Feb 2020

د ملګرو ملتونو سازمان سترمنشي انتونیوګوتریش د افغان کډوالو اړوند نړیواله ناسته کې د ګډون لپاره نن یوه نۍ سهار(سلواغې ۲۷/فبروري ۱۶)اسلام آباد ته ولاړ.

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی دی چې ښاغلی ګوتریش په دې نړیواله ناسته کې چې د ” له افغان کډوالو څلویښت کاله کوربه توبه” په نوم په لاره اچول شوې سبا دوه نۍ وینا کوي.

دملګرو ملتونو سازمان د ستر منشي ویاند ویلي دي چې د دې دوه ورځينۍ ناستې د ترسره کیدو موخه په تیرو څو لسیزو کې د میلیونونو افغان کډوالو څخه د پاکستان له کوربه توب څخه ستاینه ده.

په دې ناسته کې ستر امریکایي چارواکي،د پاکستان لومړی وزیر عمران خان او د ملګرو ملتونو له سازمان څخه یو پلاوی ګډون کوي.