په پاکستان کې د یخنۍ په زیاتیدو سره په لس هاو کسانو خپل ژوند بایللی او ورځینۍ چارې هم ټکنۍ شوې دي.
د پاکستان د ناوړین او پیښو د مدیریت ملي سازمان اعلان کړی دی،د واورو او پرلپسی بارانونو وریدو له کبله ۷۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۳۰ نور ټپیان شوي دي.
دې سازمان هېښتیا ورکړې ده چې د پاکستان په ښارونو کې په راتلونکو ورځو کې د هوا د سړښت او واورې وریدو له کبله د مرګ ژوبلې د شمیر د زیاتوالي اټکل شتون لري.او همدا شان ویلي دي چې یوازي په جامو او کشمیر سیمه کې ۵۵ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۱۲ نور ټپیان شوي دي.
د راپورونو له مخې د کشمیر په “نیلم دره” کې د واورې د خوښیدو په پایله کې ۱۹ کسانو خپل ژوند بایللی او ۱۰ نور ورک شوي دي.
په پاکستان کې دا حالت بېساری ویل شوی دی چې آن د لس هاو کورنیو الوتنو د لغوه کیدو او د خلکو د ژوند د ورځنیو چارو د ټکني کیدو لامل شوی دی.
آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحیمي