د پاکستان پوځ منلې ده چې دا جت الوتکه د روزنیزې الوتنې پر مهال نسکوره شوې ده.
د پاکستان د پوځي چارواکو په وینا،دا جګړه ییزه الوتکه تیره ورځ (اپریل ۱۳) د دې هیواد په پنجاب ایالت کې نسکوره شوې چې په پایله کې یې د دې الوتکې روزونکی له دوو پیلوټانو سره چې تر رونې لاندې وو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
په همدې حال کې د پاکستان پوځ وایي چې دې پیښې په ځمکه کې مرګ ژوبله نه درلوده.
تیره میاشت هم د پاکستان د هوایي ځواکونو اف ۱۶ جګړه ییزه چورلکه د الوتنې پر مهال په اسلام آباد کې نسکوره شوې وه چې په پایله کې یې یوازی پیلوټ خپل ژوند له لاسه ورکړ.
د پاکستان هوایي ځواک درې زره (۳۰۰۰) پیلوټان او شپږ زره او پنځه سوه (۶۵۰۰) کار کونکي لري چې د څه باندې ۹۶۰ الوتکو د کارلو پازه پر غاړه لري.