1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په چین کې د کرونا ویروس د قربانیانو شمیر ۱۱۱۴ تنو ته ورسید

Corona
12 Feb 2020

د چین د روغتیا وزارت نن څلورنۍ (د سلواغې ۲۳/فبرورۍ ۱۲) اعلان وکړ چې په کرونا ویروس یو زرو او ۱۱۴ تنو اخته شویو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۴۵ زره نور هم په دې ناروغۍ اخته شوي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان هم د کرونا ویروس ته د (COVID-19) رسمي نوم ورکړی دی.

د چین ولسمشر، شې جین پینګ، تیره ورځ د کرونا ویروس د خپریدو وروسته د لومړي ځل لپاره ظاهر شو.

ښاغلي پینګ په بیجینګ کې د روغتیا له یوه ځانګړي مرکز څخه لیدنه وکړه او د دې وژونکي ویروس د لا خپریدو د مخنیوي لپاره یې په هڅو ټینګار وکړ.

د ګزارشونو پر بنسټ، د چین حکومت یو شمیر چارواکي د کرونا ویروس د قربانیانو د شمیر د کمښت لپاره په خپلو دندو کې د ناغیړۍ له کبله د ولسمشر لخوا له دندو ګوښه شوي دي.

د چین د روغتیا وزارت هم اعلان وکړ چې د دې ویروس له خپریدو تراوسه توانیدلي چې له ۴ زرو ډیر اخته کسانو د مرګ له ګواښه وژغوري خو د اتو زرو نورو وګړو حالت هم نازک دی.

د روغتیا نړیوال سازمان هم له دې خطرناکه ویروس سره د مبارزې لپاره د نړۍ د ټولو هیوادونو پر همکارۍ ټینګار کړی دی.