1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په کرونا ویروس د اخته کیدو د مخنیوي لپاره د خوندي ساتلو خولۍ جوړیدل

22
04 Aug 2020

کلمبیایي څیړونکو د کرونا ویروس د لیږد د مخنیوي لپاره خوندي ساتونکې خولۍ جوړه کړې ده.

 

د جوړوونکو په وینا، دا خوندي ساتونکې خولۍ د ستورمزلو د خولۍ په څير ده چې د کرونا ویروس د لا خپریدو د مخنیوي لپاره کارول کیږي او له ماسک څخه یې آغیزمنتیا خورا ډیره ده.

یو څیړونکي ویلي چې دا خولۍ د ټولو وګړو او په ځانګړې توګه د روغتیاپالانو د ګټنې لپاره چې ډیرۍ مهال په کوویډ-۱۹ له اخته کسانو سره سر او کار لري، یو خلاقه فکر دی.

په دې خولۍ کې چې پلاستیک، ګڼ فلټرونه او یوه بطرۍ چې د هوا د تلو راتلو لپاره شتون لري، ټولیز ارزښت یې ۱۳۰ امریکایي ډالره ویل شوی دی.

کلمبیا د سویلي امریکا هیواد دی چې په کرونا ویروس د لسو ډيرو اخته هیوادونو په کتار کې راځي. په دې هیواد کې تراوسه ۳۲۸زره تنه په دې ویروس اخته شوي او له ۱۱زرو ډیر هم مړه شوي دي.