د امریکا ولسمشر د واشنګټن مسکو ترمنځ اړیکو ښه کیدو غوښتنه کړې ده.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وایې دونالدټرامپ د دواړو هیوادونو ترمنځ اړیکو پر وړاندې خنډونو لري کیدو لپاره د خبرو اترو دوام اړوند چمتو والی اعلان کړی دی.
سرګیې لاوروف له یوه روسیې ټلویزیون سره په مرکه کې زیاته کړې ده چې ټرامپ،روسیې ته په یوه لنډ لیک کې د امریکا او روسیې د اړیکو ښه والی غوښتنه کړې او د دواړو هیوادونو تر منځ شته وو ستونزو لري کیدو لپاره د هڅو پر دوام ټینګار کړی دی.
دا په داسي حال کې ده چې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر د ډیسمبر په لسمه واشنګټن ته په خپل سفر کې د دې هیواد له ولسمشر او یوشمیر نورو چارواکو سره د دوه اړخیزو اړیکو پر ښه والي لیدنه او خبرې اترې کړې دي.