د روسیې سپوتینک خبري آژانس د ولادمیر بوټین په حواله ګزارش ورکړی چې د کرونا ضد لومړنی واکسین په روسیې کې ثبت شوی دی.
د روسیې ولسمشر، ولادیمیر پوټین د درې نۍ په ورځ د دولت په غونډه کې په رسمي توګه اعلان وکړ چې روسیې په نړۍ کې د کرونا ویروس لومړنی واکسین تولید کړی او دې هیله من دی چې مسکو په نږدې راتلونکي کې وکولای شي د دې درملو ډیر شمیر تولید کړي.
د روسیې ولسمشر همداراز ویلي چې د ده یوې لور هم پر خپل ځان د کرونا ویروس تطبیق کړی دی.
د هغه په وینا، دا ویروس ګټور او اغیزمن تمام شوی او همداراز په نورو داوطلبانو یې ازمیښتي پړاو بشپړ شوی.
په همدې حال کې، د روسیې د پانګونې صندوق اعلان کړی چې تراوسه د نړۍ له ۲۰ ډيرو هیوادونو د دې واکسین د ۱ میلیارد ډوز د ترلاسه کولو غوښتنه کړې ده.