| 1 دالر | 81.10  افغانی |
| 1 یورو | 94.50  افغانی |
| 1000 روپیه پاکستانی | 497  افغانی |
| 1000 روپیه هندی | 1100  افغانی |
| 1 ریال سعودی | 21  افغانی |
| 10000 ریال ایرانی | 3.18  افغانی |
| 1 پوند | 111.30  افغانی |
| 1 روبل روسی | 1.05  افغانی |
| 1 لیره ترکیه | 9.85  افغانی |
| 1 ین چینی | 11.45  افغانی |
جوبایډن: له افغانستان څخه د آمریکایي ځواکونو ایستلو لړۍ له مې میاشتې پیلیږي
15 Apr 2021
د آمریکا ولسمشر جوبایډن، له افغانستان څخه د آمریکايي ځواکونو وتلو په اړه خپله پریکړه اعلان کړه.
ښاغلی بایډن وايي چې د هیواد د ځواکونو د وتلو لړۍ به د مې میاشتې له لومړۍ ورځ پیل شي او دوی د سپټمبر میاشتې تر ۱۱مې افغانستان پریږدي.
خو هغه ټینګار کوي چې د ځواکونو د ایستلو لړۍ به په مسوولانه او خوندي توګه او همدا شان د آمریکا له متحدانو او شریکانو سره په همغږۍ ترسره شي.
ښاغلی بایډن زیاتوي چې واشنګټن به په بشپړه توګه د خپلو ځواکونو له ایستلو وروسته، له افغانستان څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.
په همدې حال کې ولسمشرغني له جوبایډن سره په ټلفني اړیکه کې ویلي دي چې هیواد یې له افغانستان څخه د آمریکايي ځواکونو وتلو اړوند د متحده ایالاتونو پریکړې ته درناوی کوي.
ښاغلي غني په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي دي چې افغانستان او آمریکا د ګډون راتلونکي پړاو ته دننه کیږي او له آمریکا او ناټو سره به د سولې روان بهیر اړوند خپلو چارو ته دوام ورکړي.
له بلې خوا د ملي امنیت د شورا سلاکار حمدالله محب ویلي دي چې د هیواد پوځيان له خپلې خاورې او ولس څخه د دفاع لپاره وړتیا او پیاوړی تکل لري.
له افغانستان څخه د ځواکونو ایستلو لپاره د آمریکا پریکړې سره هم مهاله، ناټو هم د مې میاشتې له پیله د دې سازمان د سرتیرو د بهر کولو له پیل څخه خبر ورکړ.
د ناټو لوی منشي ینس سټولټنبرګ په یوې خبري ناسته کې ویلي دي چې د دې تړون د پوځیانو د ایستلو چاره به په منظمه توګه او په همغږۍ سره راتلونکو څو میاشتو کې ترسره کېږي، او که چېرته طالبان دې موده کې پر ناټو ځواکونو برید وکړي نو ځواکمن ځواب به ورکول کېږي

آمریکا اوسمهال په افغانستان کې ۲۵۰۰ او ناټو هم نږدې ۸۰۰۰ سرتیري لري چې د دوی پازه هم افغان امنیتي ځواکونو ته سلا او روزنه ورکول او همدا شان د دوی تجهیز کول دي.
