1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

حکمت‌یار:راتلونکې ټاکنې په رښتیا سره د خندا وړ دي

Hikmatyar
07 Jul 2019

 

د اسلامی ګوند مشر وایې چې نړیوالې ټولنې د تلې شپږمې ولسمشریزو ټاکنو کې له ټکنالوژۍ څخه ګټنې لپاره د افغانستان د حکومت او سیاستوالو هوکړې ته پام نه دی کړی.

د اسلامي ګوند مشرگلبدین حکمت‌یار نن (یوه نۍ د چنګاښ په ۱۶مه/جولای ۷مه)په یوې ناسته کې ولسمشرې ټاکنې دخندا وړ وبللې.

هغه زیاته کړه:په رښتیا هم دا ټاکنې مسخره دي،دا بهیر د خندا وړ دی،دا یوه غولونکې ولسواکې ده،دا(ټاکنې)ولسي نه دي.

د ښاغلي حکمتیار په وینا،نړیوالې ټولنې په ولسمشریزو ټاکنو کې له بشپړې ټکنالوژۍ څخه ګټنې په برخه کې د افغانستان د حکومت او سیاستوالو هوکړه تر پښو لاندې کړې ده.

د اسلامی ګوند مشر د خپلو ویناوو په بله برخه کې وویل چې د نوملیکنې په بهیر او د تلې شپږمې ولسمشریزو ټاکنو کې سټیکر څخه ګټنې په دې بهیر کې د خلکو حضور لږ کړی دی او د ټاکنیزو درغلیو زمینه برابروي.

حکمتیار وویل:مونږ په دې ډاډه یو چې سټیکر په اصل کې د درغلیو لپاره ده،ددې لپاره چې ګډون محدود کړي،ددې لپاره چې پریکړه وکړي کوم کسان رایه ورکړي او کوم کسان رایه ور نه کړي، په میلیونونو سټیکرونه او جعلي پیژندپاڼې ویشل شوي دي او د ټاکنو په ورځ صندوقونه له همدې جعلې پیژنډپاڼو او سټیکرونو ډکیږي.

هغه زیاته کړه چې په دې ټاکنو کې نباید د لکه پارلماني ټاکنو په څير درغلۍ وشي.

د اسلامی ګوند مشر هیښتیا ورکړه:که چیري رڼو او ټولیزو ټاکنو ته زمینه برابره نشي له هرې شونې لارې به ددې بهیر مخنیوی وکړي.

د ګلبدین حکمتیار دا څرګندونې په داسی حال کې مطرح کیږي چې مخکې له دې د ټاکنو خپلواک کمېسیون جدي ژمنه کړې ده چې د تلې شپږمې ټاکنې به ټولیزې او رڼې ترسره کوي.

آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحيمي