1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د روسیې او ایران د دوه اړخیزو اړیکو او اصولو تړون شل کلن شو

002-22
13 Mar 2021

مسکو او تهران د ۲۰۰۱ زیږدیز کال د مارچ په ۱۲مه د دواړو هیوادونو ترمنځ د همکاریو پراختیا په موخه د دوه اړخیزو اړیکو تړون لاسلیک کړی وو.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په یوې ویناپاڼه کې دا هوکړه لیک د دواړو هیوادونو په اړیکو کې ښه تاریخي هوکړه بللې او اعلان یې کړی دی چې مسکو او تهران په تیرو کالونو کې په سیاسي،اقتصادي،فرهنګي،علمي،ټکنالوژۍ او دفاعي برخو کې لویې لاسته لاوړنې تر لاسته کړې دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت هم په همدې تړاو یوې جلا ویناپاڼه کې ویلي دي چې د ایران اسلامي جمهوریت، روسیه د ورته درناوۍ او همکارۍ پر بنسټ د یوه ځواکمن او دوست هیواد په توګه بولي او له دې هیواد سره د اړیکو له پراختیا ته لیواله دی.

د راپورونو پربنسټ، د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګیې لاوروف تل ویلي دي چې د مسکو او روسیې اړیکې د لا پراختیا او ودې په حال کې دي.

د نړیوالو اړیکو د چارو کارپوهان هم د سیمې او نړۍ د کړکیچونو حل لپاره د ایران او روسیې ترمنځ ډیپلوماټيکې اړیکې مهمې بولي.