1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

د ټاکنو خپلواک کمېسیون،ټاکنیزو لانجو حل لپاره له حکومت څخه د مرستې غوښتنه وکړه

اعضای-کمیسیون-انتخابات
26 Nov 2019

کمېسیون هيښتیا ورکوي،که چیری حکومت د هیواد په هغو ۷ ولایتونو کې د رایو بیا شمیرنې بهیر پیل لپاره چې د اعتراض کوونکو له لوري دریدلی دی همکاري ونه کړي،دا بنسټ به نورې قانوني لارې وټاکي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون یو ځل بیا له حکومت څخه وغوښتل چې د تلې شپږمې ولسمشرۍ ټاکنو کې رامنځته شویو لانجو حل لپاره له دې کمېسیون سره همکاري وکړي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون ویاند میرزامحمد حق‌پرست، له آرزو ټلویزیون سره په مرکه کې له حکومت څخه وغوښتل ترڅو په هغو ۷ ولایتونو کې د رایو بیا شمیرنې بهیر پیل په برخه کې چې د اعتراض کوونکو له لوري دریدلی دی جدي همکاري وکړي.

هغه زیاته کړه: د هیواد ۷ ولایتونو په اړه،د ټاکنو خپلواک کمېسیون یو ځل بیا پر حکومت غږ کوي چې د ټاکنو د قانون پر بنسټ،له کمېسیون سره همکاري وکړي.

له بلې خوا،د ټاکنو د خپلواک کمېسیون غړی اورنګ زیب وایې چې د هغو ۷ ولایتونو په اړه چې تر اوسه په کې د رایو بیا شمیرنه نه ده پیل شوې،په نورو ولایتونو کې د رایو بیا شمیرنې وروسته به پری پریکړه وشي.

د ټاکنوخپلواک کمېسیون د دارالانشا مخکینی مشر داوودعلي نجفي د ټاکنو په بهیر کې رامنځته شوې لانجې د منلو نه بولي.

هغه ټینګار کوي چې د اوسني وضعیت دوام سره به رڼو او د ټولو لپاره د منونکو پایلو تر لاسه کیدل ستونزمن کار وې.

تر اوسه د هیواد په ۲۵ ولایتونو کې د رایو بیا شمیرنې بهیر پایته رسیدلی،په کندهار او ننګرهار  ولایتونو کې به هم دا بهیر نن (درې نۍ د لیندۍ ۵مه/نومبر۲۶مه) پایته ورسي.

د ټاکنو کمېسیون وایې د ټاکنو خپلواک کمېسیون مرکزي دفتر ته د رایو بیا شمیرنې بهیر د پایلو راټولیدنه دوام لري.

آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحیمي