د کورنیو چارو وزارت د نشه یي توکو د قاچاق او پلور په تړاو د کابل د پولیسو د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې د مدیر او د هغه د پنځه کارکوونکو له نیولو خبر ورکړ.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي نن (پنځه نۍ سلواغې ۱۷مه/فبروري ۶) په یوې خبري ناسته کې د نشه یي توکو د قاچاق او پلور په تړاو د کابل د پولیسو د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیر میان احمد احمدي له نیولو خبر ورکړ.
ښاغلي رحیمي زیاته کړه: میان احمد احمدي په کابل کې د نشه یي توکو د قاچاق او پلور یوې سترې ډلې مشري پر غاړه درلوده، او کله یي چې غوښتل منځنۍ آسیا هیوادونو ته وتښتي، د سالنګ ولسوالۍ پر لار د کورنیو چارو وزارت عملیاتي څانګې له لوري ونیول شو.
هغه ټینګار وکړ چې د دې ادارې پنځه نور کارکوونکي هم په دې تړاو نیول شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند په وینا، دې کسانو د کابل ښار په بیلابیلو برخو کې نشه یي توکي پلورل او یا یي هم د پلورونکو څخه باج اخیسته.
ښاغلی رحیمي همداشان په کابل کې د جنایي جرمونو د کچې له کمښته هم خبر ورکوي او وایي چې د امنیتي ځواکونو د هڅو په پایله کې په تیره یوه میاشت کې په دې تړاو ۳۷۱ کسان نیول شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت د شمیرنو پربنسټ، په تیره یوه میاشت کې، یو زرو او ۷۷۳ کسان د بیلابیلو جرمونو په تړاو په هیواد کې نیول شوي دي چې له دې منځه ۳۷۱ تنه یې په کابل کې وو.
په دې منځ کې د نشه یې توکو د قاچاق وړونکو پر وړاندې ۴۴ عملیاتونه ترسره شوي، چې په پایله کې یې دوه سوه او ۲۳ زره او ۸۴۱ کیلو ګرامه نشه یي توکي تر لاسه شوي دي.
همداشان امنیتي او د فاعي بنسټونو د جګړه مارو ډلو پر وړاندې ۱۸۸ ګډ عملیاتونه تر سره کړي دي چې په پایله کې یې ۶۱۵ وسله وال مخالفین وژل شوي او ۳۶۶ نور هم ټپیان شوي دي.
آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحیمي