1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

سراج: د طالبانو یو کلیدي غړی په کندهار کې ووژل شو

ضیا-سراج
27 Apr 2021

د ملي امنیت د عمومي ریاست مشر وايي چې مولوي احمد کندهاري، د طالبانو کلیدي غړی وو جې تیره ورځ د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې په کندهار کې وژل شوی دی.

د ملي امنیت عمومي مشر احمدضیا سراج نن ( درې نۍ، د غويي/ثور ۷مه)  په یوې خبري ناسته کې د طالبانو د ډلې کلیدي غړي مولوي احمد کندهارې له وژل کیدو خبر ورکړ.

هغه وویل چې د طالبانو د ډلې دې غړي په لس هاو لویې ترهګریزې پیښې طرحه کړې وې او د ( طالبانو د ډلې له مخکېني مشر) ملا اختر منصور وروسته، دا د طالبانو د ډلې دوییم لوړپوړی چارواکی دی چې وژل کیږي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د افغانستان د استخباراتو د دستګا د مالوماتو پربنسټ، د دوحې د هوکړه لیک له لاسلیک وروسته، طالبانو خپل بریدونه ۲۴ سلنه ډير کړي دي او دا ډله په روان کال کې هم د تاوتریخوالو د ډیریدو په هڅه ده.

د ملي امنیت د عمومي ریاست مشر ټینګار وکړ چې د افغانستان سویل ته د طالبانو د ډلې د مشرتابه لیږد لپاره د دې ډلې هڅې ناکامه پاتې شوې دي.

د ښاغلي سراج په آند، اوسمهال افغانستان د سیمې او نړۍ پر ځای د جګړې په حال کې دی.

هغه د هیواد په ۱۴ ولایتونو کې د داعش ډلې د ۴۰۸ غړو له نیولو هم خبر ورکړ او زیاته یې کړه چې نیول شوي کسان په کورنیو او بهرنیو جرمونو کې ښکیل دي.

سراج وویل: ۴۰۸ داعشیان له ۱۴ هیوادونو څخه دي چې له منځه یې یوازې ۶۰ سلنه یې پاکستاني وګړي دي.

د ملي امنیت مشر همدا شان وویل چې داعش د خپل خراسان ولایت د جوړښت هوډ درلود، دې ډلې ماته خوړلې او یوشمیر لږ داعشیان پاتې او په کوچنیو ډلګیو کې فعالیت کوي.

هغه هیښتیا ورکوي که چیرې له افغانستان سره له ترهګرۍ سره مبارزې په برخه کې همکاري ونشي، داعش به یو ځل بیا ستر سیمه ییز ګواښ وګرځي.

ښاغلي سراج همدا شان وویل د دې هیوادونو څه باندې درې سوه وګړي هم له القاعدې شبکې او نورو ترهګریزو ډلو کې غړیتوب له کبله نیول شوي دي.

د ملي امنیت عمومي مشر د داعش ډلې مشرتابه په تیره بیا د دې ډلې نیول شوی مشر اسلم فاروقي په ۴۰۸ نیولو کسانو کې ځانګړی بولي او وايي چې په دې اړه به له پاکستان سره ښکاره تعریف شوي څوکاټ کې دوه اړخیزې خبرې اترې وشي. د هغه په وینا، د افغانستان دولت د فاروقي د تسلیمې په بدل کې د طالبانو د مشرتابه د څو غړو تسلیمي غواړي چې د پاکستان په بند کې دي.

سراج ټینګار وکړ چې له پاکستاني پلاوي سره چې په دې وروستیو کې کابل ته راغلی بحثونو پرمختګ نه دی لرلی.

تیره ورځ د ملي امنیت شورا هم وویل چې کابل ته د پاکستان استول شوي پلاوي، د ملي امنیت د شورا له سلاکار سره د سولې، امنیت، سوداګرۍ او ترانزیت پر سر خبرې اترې کړې دي.

آرزو نیوز ـ شمس الله رحیمي