یو شمیر سیاسیون وایي چې سوله یوه ټولیز بهیر دی او هیڅ ډله د شخصي ګټو لپاره له دې بهیره د ګټنې حق نلري.
یو شمیر سیاسیون او د مدني ټولنو استازي نن (پیلنۍ، د سلواغې ۵/ جنوري ۲۵) په کابل کې په یوې ناسته کې، د سولې د خبرو بهیر کې د ټولو د ګډون غوښتونکي شول.
مخکیني ولسمشر حامد کرزي په دې ناسته کې د سولې د خبرو اترو اړوند د سیاسیونو د لیدلوري پر انسجام ټینګار کړی دی.
له بلې خوا د حکومت اجرایي مشر عبدالله عبدالله، دې ناستې ته ویلي چې بیلابیل اړخونه حق لري چې په دې بهیر کې ګډون ولري.
ښاغلي عبدالله زیاته کړه چې د سولې بهیر یو ټولیز بهیر دی او هیڅ ډله حق نلري چې دا بهیر د خپلو شخصي ګټو لپاره وکاروي.
د ولسمشرۍ مخکینی مرستیال یونس قانوني هم په دې ناسته کې سولې ته د رسیدو لپاره د طرحې جوړیدو ته ګوتڅنډنه وکړه.
هغه وویل: “سولې ته د رسیدو لپاره زمونږ طرحه، د افغانستان د خلکو طرحه ده. که هر مسوولیت وي همدې ډلې پورې تړاو لري او که هر امتیاز هم وي، باید همدې آدرس ته تړاو ولري.”
په دې ناسته کې د اجرایي مشر دویم مرستیال محمد محقق، ولسمشرۍ ماڼۍ، د سولې د خبرو اترو په بهیر کې په خپل سریو تورنه کړه.
ښاغلی محقق د ولسمشر له لورې د سیاسیونو په نه منلو نیوکې سره وویل چې اوسنی حکومت له نظامه استازولي نشي کولای.
له دې ټولو سره، د سولې د سترې شورا مشر کریم خلیلي په دې ناسته کې د تاوتریخوالي د کمیدو له طرحې هرکلی وکړ.
کریم خلیلي وایي چې دا طرحه په هیواد کې اوربند ته د رسیدو لپاره د لارې یوه طرحه ده او له دې طرحې سره د حکومت نه هوکړه، د سولې د نه منلو معنا لري.
اوس مهال د تاوتریخوالي د کمښت اړوند د ملي یووالي حکومت دوه ډوله لیدلوري لري، که څه هم ارګ پر داسې طرحې ټینګار کوي چې پر بنسټ یې په هیواد کې ټولیز اوربند وشي، خو سپیدار ماڼۍ او یو شمیر سیاسیون له دې طرحې هرکلی کوي او دا د افغانانو ترمنځ د خبرو پیل ته یو ګام یادوي.
آرزو نیوز- شمس الرحمن خپلواک