د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د افغانانو ترمنځ خبرو د پیل پر وړاندې پاتو خنډونو د لیري کیدو غوښتنه کړې ده.
ښاغلي قریشي په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي دي چې سولې ته د افغانستان د رسیدو لپاره هڅې ډیرې شوې دي او د جګړې لوري دې ژر تر ژره د افغانانو ترمنځ خبرې اترې پيل کړي.
خو د پاتې طالب بندیانو خوشې کیدل لاهم د افغانانو ترمنځ خبرو پیل پر وړاندې له لانجمنو سکالو بلل شوې ده.
د هیواد د بهرنیو چارو وزارت واکپال محمدحنیف اتمر وايي،بهرني هیوادونه د ۳۲۰ طالب بندیانو له خوشې کیدو سره مخالف دي او افغان حکومت هڅه کوي هغه لار وټاکي چې ملي ګټو ته تاوان ونه رسیږي،په دې وروستیو کې په کابل کې د فرانسې سفیر په خپله ټویټرپاڼه کې د طالبانو د ډلې د یوشمیر بندیانو له خوشې کیدو سره مخالفت ښودلی دی.
دې هیواد د افغانستان له دولت څخه غوښتي، هغه بندیان چې د فرانسویانو په وژلو کې لاس لري خوشې نه کړي.
په همدې حال کې په کابل کې د ایران سفیر بهادر امنینان د هیواد د بهرنیو چارو وزارت له واکپال سره په لیدنه کې د پاتې طالب بندیانو خوشې کیدو،د تاوتریخوالو په کمښت،بیړني اوربند،د افغانانو ترمنځ خبرو پر پیل، د اقتصادي،سیاسي همکاریو او همدا راز د سولې په اړه د سیمې د ټلوالې پر پیاوړتیا خبرې کړې دي.
له بلې خوا د افغانستان د سولې لپاره د آمریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد د جګړې له ښکیلو غاړو غوښتي چې ژر تر ژره دې د افغانانو تر منځ خبرې پیل کړي.