| 1 دالر | 81.10  افغانی |
| 1 یورو | 94.50  افغانی |
| 1000 روپیه پاکستانی | 497  افغانی |
| 1000 روپیه هندی | 1100  افغانی |
| 1 ریال سعودی | 21  افغانی |
| 10000 ریال ایرانی | 3.18  افغانی |
| 1 پوند | 111.30  افغانی |
| 1 روبل روسی | 1.05  افغانی |
| 1 لیره ترکیه | 9.85  افغانی |
| 1 ین چینی | 11.45  افغانی |
په افغانستان کې د ټاکنو د رایو راټولولو څخه د امریکا د سفارت اندیښنه
02 Oct 2019
په کابل کې د امریکا سفیر جان بس د درې نۍ په ورځ(تلې په نهمه)په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي دي چې هغه له دې چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون به څه مهال د رایو راټولیدونکی مرکز پرانیزې او همدا شان د ضد او نقیض راپورونو څخه اندیښمن دی.
هغه زیاته کړه: “دا هم مهم دي چې د افغانستان د ټاکنو کمیسیون کورنیو څارونکو او د افغانستان خلکو ته دا موضوع روښانه کړي”.

دا پداسې حال کې دي چې د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مشره حوا علم نورستانۍ وایې چې دوي د قانون له مخې د تلې په ۲۷ د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلانوي.
میرمن نورستاني همدا شان وویل چې تر اوسه دوه میلیونه او ۵۹۸ زره او ۴۴۵ رایې شمیرل شوي او د تلې په ۲۷ نېټه به د تلې شپږمې ولسممشرۍ ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان شي.
مخکې له دې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو هم له ټاکنیزوکمېسیونونو غوښتي چې په پایلو کې د روڼتیا ټینګښت او شکایتونو څیړلو لپاره دې لازم ټول لازم اقدامونه ترسره کړي.
