1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په نیویاړک او واشنګټن کې د ټرامپ پر ضد اعتراضونه

fdcfc903-8f3a-4609-bdb0-a5cc33ff14ae-EPA_USA_NEW_YORK_ANTI-WAR_PROTEST_1
05 Jan 2020

اعتراض کوونکو د امریکا د ولسمشر له جګړه ییزو سیاستونو نیوکه وکړه.

د راپورونو پر بنسټ،په سل هاوو کسانو په نیویاړک او واشنګټن کې لاس په لاریون ووهه او د ټرامپ د جګړه ییزو سیاستونو پر وړاندې یې خپل مخالفت اعلان کړ.

دې اعتراض کوونکو له ایران سره د واشنګټن د جګړې هر ډول اقدام غندلو سره په منځنۍ ختيځه کې د امریکا پوځي حضور د پای غوښتونکي شول.

  

“نه غواړو له ایران سره جګړه وکړو،زمونږ ځواکونه دې له عراق څخه بهر کړي”هغه شعارونه دي چې اعتراض کوونکو د لاریون پر مهال له ځانه سره لیږدول او د امریکا اوسنی ولسمشر دونالدټرامپ یې هم د منځنۍ ختیځې په نا ټیکاوۍ تورن کړ.

یو شمیر اعتراض کوونکو ویلي دي: “نه غواړو له ایران سره یوه نوې جکړه رامنځته شي،زما په آند دا کار احمقانه دی.په منځنۍ ختیځه کې پایته نه رسیدونکې جګړې څخه ۱۸ کاله تیریږي.”

دا اعتراضونه په داسي حال کې په لاره اچول کیږي چې د ایران د سپاه پاسداران د قدس ځواکونو د قوماندان قاسم سلیماني له وژنې وروسته په منځنۍ ختیځه کې شخړې زیاتې شوې دي.

ایران هیښتیا ورکړې ده چې د دې برید له عاملینو څخه به سخت غچ واهلي.

له بلې خوا دونالدټرامپ،پر ایران هرډول برید څخه هیښتیا ورکړې ده.

د امریکا ولسمشر د (جنوري په ۴مه ۲۰۲۰) په خپله ټوییټ کې ویلي دي چې، که چیرې د ایران له لوري پر امریکا برید وشي،واشنګټن به هم په دې هیواد کې ۵۲ سیمې موخه ورګرځوي.

 

په همدې حال کې د راپورونو پربنسټ،د قاسم سلیماني مړی نن د زرهاوو کسانو په حضور سره له عراق څخه ایران ته ورسید او تمه ده د جنازې د مراسمو له ترسره کیدو وروسته،په خپلې پلارنې ځای کرمان کې خاورې ته وسپارل شي.

د ایران د سپاه پاسداران د قدس ځواکونو قوماندان قاسم سلیماني جمعه سهار(جنوري ۳مه) د عراق په پلازمینه بغداد کې د امریکا بی پیلوټه الوتکې د برید په پایله کې ووژل شو.

آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحیمي