1 دالر 81.10  افغانی
1 یورو 94.50  افغانی
1000 روپیه پاکستانی 497  افغانی
1000 روپیه هندی 1100  افغانی
1 ریال سعودی 21  افغانی
10000 ریال ایرانی 3.18  افغانی
1 پوند 111.30  افغانی
1 روبل روسی 1.05  افغانی
1 لیره ترکیه 9.85  افغانی
1 ین چینی 11.45  افغانی

په هیواد کې د کرونا ویروس مثبتې پیښې ۱۱۷ ته ورسیدې

کرونا ۵
29 Mar 2020

په تیرو ۲۴ ګړیو کې د ۷ نویو مثبتو پیښو له ثبتیدو سره، په هیواد کې د کوویډ ۱۹ ناروغانو ټولیز شمیر، ۱۱۷ تنو ته لوړ شو.

د عامې روغتیا  وزارت ویاند، وحیدالله مایار وایي د ۱۱۲ شکمنو پيښو ترمنځ چې د آزمایښت وروسته، شپږ مثبتې پیښې په هرات ولایت کې او یوه بله مثبته پیښه هم په سرپل ولایت کې ثبت شوې ده.

دمګړۍ په هیواد کې د کرونا ویروس مثبتو پیښو شمیر د څلورو بهرنيو ځواکونو په ګډون، ۱۱۷ تنو ته رسیږي چې د دې تر منځ، درې تنه مړه او پنځه تنه بیا روغ شوي دي.