| 1 دالر | 81.10  افغانی |
| 1 یورو | 94.50  افغانی |
| 1000 روپیه پاکستانی | 497  افغانی |
| 1000 روپیه هندی | 1100  افغانی |
| 1 ریال سعودی | 21  افغانی |
| 10000 ریال ایرانی | 3.18  افغانی |
| 1 پوند | 111.30  افغانی |
| 1 روبل روسی | 1.05  افغانی |
| 1 لیره ترکیه | 9.85  افغانی |
| 1 ین چینی | 11.45  افغانی |
په کابل کې دوو پرلپسې چاودنو کې ۱۳ تنو ته مرګ ژوبله واوښته
13 Jun 2021
په کابل کې په دوو چاودنو کې ۱۳ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د کورنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې د ولسي کسانو یو موټر د کابل شپږمې ناحیې په اړوند او یو بل موټر هم د کابل په لویدیځ کې د ماین چاودنو موخه وګرځيد.
په دې چاودنو کې ۷ تنو ژوند بایللی او ۶ نور ټپیان شوي دي. او د دې پیښو ټول قربانیان هم ولسي کسان دي.
د کابل په لویدیځ کې چاودنو ډيرښت او په مستقیمه توګه د ولسي کسانو موخه ګرځيدل د پلازمېنې له تندو نیوکو سره مخامخ شوي او دوی امنیتي بنسټونه د داشان پیښو په مخنیوي کې په پاتې راتلو تورنوي.
په همدې حال کې د افغان فلم مشره صحرا کریمي وايي چې فاطمه محمدي او طیبه موسوي چې تازه په تازه یې په دې بنسټ کې خپل کار پیل کړی وو په دې چاودنو کې وژل شوي او مړي یې په بشپړه توګه سوځیدلي دي.

تر اوسه د دې پیښو پړه کومې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې.
له بلې خوا وړمه شپه نا وخته پنځه تنه چې د یوه واده له مراسمو څخه سیتندو په حال کې وو د کابل پغمان ولسوالۍ پر لویه لار په ډزو وژل شوي دي.
تیره ورځ مزارشریف ښار هم د یوې چاودنې شاهد وو.
دا چاودنه چې د شپږمې ناحیې په اړوندو سیمو کې رامنځته شوه د یوه ماشوم ژوند یې واخیست او پنځه تنه نور په کې ټپیان شول.
