د هرات یو شمیر اوسیدونک يوایي چې به هرات کې د فقر ډیریدو ته د حکومت نه پاملرنه د دې لامل شوې چې دوی قرنطین مات کړي او د خوړو د ترلاسه کولو لپاره ښار ته تګ را تګ وکړي.
که څه هم نږدې دوه میاشتې کیږي چې په هرات کې د کرونا ویروس د خپریدو د مخنیوي په موخه په ګرځیدو بندیز لګیدلی او په لومړیو ورځو کې په ښار کې د خلکو ګڼه ګوڼه لږه وه، خو په دې ورځو کې هرات په بازارونو کې د ډیرې ګڼې ګوڼې شاهد دی.
د هرات یو شمیر اوسیدونکي نن (یوه نۍ، غوایي اوومه/اپریل ۲۶)، د ولایت مقام د ودانۍ پر وړاندې راټول شوي او هغه څه چې د قرنطین په ورځو کې د خلکو اقتصادي حالت ته د حکومت نه پاملرنه بولي، پرې نیوکه کوي.
دوی هیښتیا ورکوي چې له دې وروسته، د کرونا ویروس اړوند د حکومت او روغتیايي ټولنې ژمنې جدي نه ګڼي.
یو شمیر اعتراض کوونکو ویلي چې په هرات کې د ګرځبندیز له مهاله، د فقر لمن غځیدلې او حکومت هم په دې موده کې له اړمنو سره مرسته نده کړې.
دا کسان همداراز وایي چې په کوویډ-۱۹ اخته کیدل مني، خو نه غواړي چې د کرونا وروسته، له لوږې ومري.
د هرات د ناحیو د وکیلانو د ټولنې مشر، احمدشاه پیرزار په دې اړه وویل: د بیړني حالت د اعلان او په هرات کې د ګرځبندیز له اعلانه د نږدې دوو میاشتو تیریدو سره، تراوسه د دې ولایت له اړمنو کسانو سره د دولت له لورې هیڅ مرسته نده شوې.
په هرات کې د یوې ناحیې استازی، احمدآقا صالحي هم د فقر د ډیریدو له کبله اندیښمن دی او د دې ولایت اړمنو ته د بیړنۍ رسیدنې او مرستو غوښتنه لري.
مخکې له دې د هرات سیمه ییزې ادارې د سوداګرۍ او پانګونې د خونې په همکارۍ په دې ولایت کې د اړمنو کسانو لپاره د خوړو د بانک د جوړیدو خبر ورکړی.
د هرات د والي ویاند، جیلاني فرهاد همداراز وایي چې تراوسه له ۴۰ زرو ډیرو کورنیو لپاره د موسسو او سوداګرو له لورې مرسته شوې او دا بهیر به په رڼه بڼه روان وي.
مخکې له دې تل د خلکو د استازو له لورې د اړمنو کسانو د مرستو په بېځایه تلو نیوکې شوي، خو د ناحیو وکیلان ادعا لري چې کور په کور مرستو د ویش په بهیر کې هیڅ ونډه نلري او حکومت تراوسه خلکو ته اغیزمن کار ندی کړی.