د افغانستان لپاره د روسیې استازی وایې طالبان د پلاوي له هغه جوړښت سره چې د افغانستان حکومت له لوري جوړ شوی دی مخالف دي له همدې کبله تر اوسه د دې ناستې ترسره کیدو نیټه نه ده روښانه شوې،کابل د چین له لوري د بیجینګ ناستې نیټې روښانه کیدو ته په تمه ده.
د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف په دې وروستیو کې ویلي دي چې د افغانستان دسولې په اړه د بیجینګ ناسته،د کابل د پلاوي جوړښت له کبله بی برخلیکه پاتي ده.
ضمیرکابلوف د روسیې رویا نویستی خبري آژانس ته ویلي دي، طالبان د پلاوي له هغه جوړښت سره چې د افغانستان حکومت له لوري جوړ شوی دی مخالف دي او له همدې کبله تر اوسه د دې ناستې ترسره کیدو نیټه نه ده روښانه شوې.
کابلوف هیله مندي ښودلې ده چې ډیر ژر به په چین کې د افغانانو ترمنځ ناسته ترسره شي.
د سیاسی چارو شنونکی نصرت حقپال هم مني چې د بیجینګ ناسته د حکومت له لوري پلاوي جوړښت له کبله ځنډیدلې ده.
هغه ټينګار وکړ چې دا ناسته د پلاوي په جوړښت کې د لوړپوړو حکومتي چارواکو په تیره بیا د ولسمشر دویم مرستیال حضور له کبله تر اوسه نه ده ترسره شوې.
تیره ورځ حامدکرزي هم اعلان وکړ چې ولسمشرغني،د بیجینګ په ناسته کې د یوشمیر سیاسي څیرو دګډون مخنیوی کړی دی.
خو د افغانستان حکومت بیا تل په دې ناسته کې د ګډون کوونکي مرکچي پلاوي له وروستي کیدو خبر ورکړی او ویلي دي چې دا پلاوی ټولیز دی.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند گران هیواد نن(درې نۍ د لیندۍ ۵مه/نومبر۲۶مه)په یوې خبري ناسته کې وویل د بیجینګ په ناسته کې د حکومت د پلاوي ګډون لپاره چمتو والی نیول شوی او کابل د چین له لوري د بیجینګ ناستې د مهال د روښانیدو په تمه ده.
په همدې حال کې اروپایې ټولنې د بیجینګ ناستې له ترسره کیدو هیله مندي ښودلې او ویلي دي چې د داشان ناستو ترسره کیدل به د افغانستان د کړکیچ د حل لامل شي.
په افغانستان کې د اروپایې ټولنۍ سفیرپیری مایدون وویل: د چین حکومت د افغانانو ترمنځ ناستې کوربه توب وړاندیز کړی دی،زما په آند دا یو ګټور نوښت دی،مخکې له دې په ناسته کې د ګډون لپاره د ګډون کوونکو نوملړ اړوند له ستونزو سره مخامخ شو او د دې نوملړ شمیر زیات وو،هیله مند یم یو ځل بیا هغه تکرار نشي او یوه حل لاره وموندي.
له بلې خوا،ولسمشرغني د پوځي ښځو د سولې او امنیت په لومړنۍ ناسته کې،حکومت په هیواد کې سولې راوستلو لپاره ژمن وباله او ټینګار يې وکړ چې حکومت تلپاتې سولې ته تمرکز لري.
دا څرګندونې په داسي حال کې مطرح کیږي چې وړاندې له دې طالبانو ډلې ته یوې نږدي سرچینې،په قطر کې له طالبانو سره د امریکا خبرو اترو له پیله خبر ورکړی وو او په دې خبرو اترو کې یې له پرمختګ څخه خوښ بینې کړې وه.
آرزو خبري سایټ ــ شمس الله رحیمي